اوه وسلوال طالبان او دوه د اکمالاتي کاروان ساتونکي ووژل شول
 
فراه داټ کام
خبری، فرهنگی، اجتماعی، معلوماتی و...

اوه وسلوال طالبان او دوه د اکمالاتي کاروان ساتونکي ووژل شول

فراه (پژواک ١٩ مرغومى ٩٠): په فراه ولايت کې د ايساف په اکمالاتې کتار د بريد په ترڅ کې اوه وسلوال طالبان او د کاروان دوه ساتونکي و وژل شول او دوه نور ټپي دي.

د فراه د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال محمد غوث مليار پژواک خبري اژانس ته و ويل، چې د ايساف اکمالاتي کاروان له دلارام ولسوالۍ څخه د دغه ولايت مرکز ته پر لاره و، خو نن له غرمې مخکې د طالبانو له بريد سره مخ شو.

هغه زياته کړه، چې وروسته د رامنځته شوې نښتې په پايله کې ٧ وسلوال طالبان او د اکمالاتي موټرو دوه ساتونکي و وژل شول او دوه ساتونکي ټپي شوي دي.

مليار زياته کړه، چې ټپيان روغتون ته يوړل شول او روغتيايي حالت يې ښه دى.

د فراه د والي وياند نقيب الله فراهي، د ايساف پر کاروان د بريد پخلى وکړ.

نوموړي پژواک ته و ويل، چې دا پېښه د دلارام ولسوالۍ د لارې په اوږدو کې د خرمالق په سيمه کې رامنځته شوې ده.

دغه بريد په داسې حال کې د ايساف پر کاروان ترسره کېږي، چې د روان کال د چنګاښ په ٢٦مه هم په ياده ولسوالۍ کې د طالبانو د بريد په ترڅ کې د ايساف ٢١ ټانکرونه وسوځول شول او د کاروان اوه ساتونکي ټپي شوي وو.


نظرات شما عزیزان:

نام :
آدرس ایمیل:
وب سایت/بلاگ :
متن پیام:
:) :( ;) :D
;)) :X :? :P
:* =(( :O };-
:B /:) =DD :S
-) :-(( :-| :-))
نظر خصوصی

 کد را وارد نمایید:

 

 

 

عکس شما

آپلود عکس دلخواه:







 
 
نویسندگان
پیوندها
آخرین مطالب